د نن ورځې مهم خبرونه

محب: د امنیتي ځواکونو امکانات زیاتوو

‏د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب وای چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال د خلکو او خاوري د ساتني مستقل نظامي عملیات کوي.


د چهار اسیاب ولسوال د رشوت په تور نیول شوی

‏لویه څارنوالي وایي دکابل د چهار اسیاب ولسوالۍ ولسوالی د ۱۰۰زره افغانیو بډې اخیستنې پرمهال نیول شوی او قضیه تر څیړنې لاندې ده.


بشری حقونو کمیسیون: تیرو  شپږو اوونیو پرمهال افغانستان کې ۶ ښوونځي ویجاړ شوي.

دغه کمیسیون وایي دا ښوونځي په بیلا بیلو سیمو کې په بمونو الوځول شوي او یا هم سوځول شوي دي.


د غزني پر ده يک ولسوالۍ موټر بم بريد شوى.

د والي وياند وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر يادې ولسوالۍ موټر بم بريد کړى چې له امله يې درې سرتيري شهيدان او شپږ ژوبل شوي دي.

 

د کابل شپاړلسمه ناحيه کې چاودنه شوې.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دغه چاودنه نن سهار اوه بجې د شپاړسمې حوزې اړونده د پل شينه سيمه کې شوې، خو زيان نه لري.

 

پنجشير کې د کرام الدين کريم د نيولو عمليات ناکام شول

د پنجشېر مرستيال والي وايي، چې  تېره شپه د فوټبال فدراسيون د پخواني رييس د کرام الدین کریم نيولو په موخه عمليات ناکام شوي ، کريم پر ښځينه لوبغاړو پر جنسي تيري تورن دى.


جمعه ګل همت د کابل امنيه قوماندان وټاکل شو.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين وايي چې جمعه ګل همت نن سهار د کابل د امنيه قوماندان په توګه معرفي شو.

 

د ټاکنو کميسيون: د غزني د ټاکنو طرحه مو حکومت ته لېږلې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په غزني کې یې د ولسي جرګې د ټاکنو طرحه د تایید لپاره حکومت ته لېږلې ده. ددې د طرحې له مخې ټاکل شوې چې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې غوايي یا ثور میاشت کې ترسره شي.


خالد: موږ له بهرنيانو پرته هم د هېواد دفاع کړې او اوس يې هم کوو

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد وايي، دښمنان غواړي چې د خپلو شومو تبلیغاتو له لارې حکومت تر اغیز لاندې راولي.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخيزه ناسته کيږي

پاکستانيو سرچينو ويلي چې دا ناسته به راتلونکې اونۍ په کابل کې وشي او د عمل پلان پر پرمختګونو او لاسته راوړنو به خبرې کېږي.


عبدالله : د بنديانو خوشې کولو پروسه دې ژر بشپړه شي.

د ملي مصالحې شورا ويلي چې د بنديانو خوشې کولو سره سمه دې بين الافغاني مذاکرات پيل شي، څکه خلک نور انتظار نه شي کولى.

  • 03 وږی 1399